ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو له وزیر سره د مس‌عینک قراردادي شرکت د مسولینو لیدنه؛ یادې پروژې ته د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په چمتو کولو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي په ملتیا په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي پروژې له مسولینو او د هغوی له کاري ټیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د مس عینک پروژې اړوند موضوعاتو او د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړي دي.

د يادې کمپنۍ ریيس د مس عینک پروژې د وروستيو پرمختګونو، کاري پلانونو او د یادې پروژې لپاره د ۴۰۰ ميګاواټه برېښنا د توليد د عملي کار د پيل او پلي کېدو په اړه یې خپل وړاندیزونه د وزارت له سرپرست سره شریک کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو څخه وروسته یې د مس عینک پروژې د ارزښت او د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د برابرولو په اړه خبرې کړي.

په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو د مس عینک قراردادي شرکت ته ډاډ ورکړی، چې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.