ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ولایت د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدمنټون منتخبې سیالۍ پای ته ورسیدې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنتون ملي فدراسیون له لوري د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د یاد ریاست په دوه زره او ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ولایت د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ د کابل د بډمنټون منتخبې لوبډلې په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د دعوت او ارشاد رییس بریال عطايي، د نشراتو او عام پوهاوي رییس الله محمد اتل مشواڼي او د بډمنټون فدراسيون رهبري پلاوو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ، چې په ۱۳,۱۵،۱۷,۱۹ او ۲۰ عمري کټګوريو کې ترسره شوې له هرې کټګورۍ څخه د نهو- نهو لوبغاړو په غوراوي پای ته ورسیدې.

دغو لوبو چې درې ورځې دوام وکړ، په پای کې د هرې کټګورۍ غوره لوبغاړو ته د همدې لوبو ځانګړي وسایلو تار، کریپ او ریکیټ سربیره مډالونه او سرټیفیک ورکړل شوي دي.