ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۴ زره او ۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۶ زره او ۴۵۴  ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۴۷۸  ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اووه زره او ۸۰۷  ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې یو زر او ۲۹۰  ټنه انتقالات چې ټولټال ۷۴ زره او ۲۹  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې یو زر او ۸۴۶  ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او تالک معدني ډبرې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.