ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د چین سفیر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د چین سفیر ژاو شېنګ لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او چین تر منځ پر دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستيو سیمه‌يیزو پرمختګونو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخه کې د اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړې او ويلي يي دي، اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې؛ چین ته د انارو او جلغوزو د صادراتو لوړېدل او د مس عینک،‌ واخان دهليز او ځینو نورو برخو کې د پانګونې په برخه کې پرمختګونه د اسلامي امارت د یادې پالیسۍ ښکاره مثالونه دي.

 ژاو شېنګ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته بللي او ویلي يي دي؛ هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چینايي سوداګر او پانګوال وهڅوي تر څو په افغانستان کې د اوږد مهاله اقتصادي همکارۍ په نیت خپل رول ولوبوي.

یاد سفیر زیاته کړې؛ دوی د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنګوالي او امکاناتو باندې غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څرګنده کړې، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي چې افغانستان او چین په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو دواړه هېوادونه وتوانېږي، چې خپلې ګډې ګټې په ښه ډول خوندي کړای شي.