ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر: راتلونکي کال کې به شپږ لوي د درملو تولیدي کارخونې جوړې شي

بلخ کې د خوړو او درملو ادارې په رسمي ډول فعالیت پیل کړ. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ ولايت والي محمد يوسف وفا، د خوړ او درملو ملي ادارې عمومي رييس ډاکټر عبدالباري عمر، د بلخ ولايت د علماوو شورا رييس، د بلخ ولايت امنيه قوماندان، د کندهار علماوو شورا مرستيال او د بلخ ولايت يو شمېر نور مسولینو او ملي سوداګرو شتون درلود.

د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رييس ویلي؛ یاده اداره په هېواد کې د ټولو خوراکي توکو او درملو د کنترول او ولس ته د ښه خدماتو په موخه رامنځته شوي ده او په دغه برخه کې د هر راز هڅو او هلو ځلو څخه ډډه نکوي.

ډاکټر عبدالباري عمر زياته کړې؛ په يوه کال کې شاخواه د يوه مليارد افغانيو په ارزښت درمل اخيستل کېږي او وروسته لدې د ولس پيسې په درملو نه بلکي په ښه خوراکي توکو مصرفیږي.

نوموړي هېواد د اقتصادي ځان بسياینې ته رسول د خپلو افغانانو کار ياد کړی او غوښتنه یې کړې؛ چې خپل هېواد ته دې د زړه له کومې خدمت وکړي.

نوموړي ویلي؛ د مګړۍ په هېواد کې ۷۶ د درملو لوي توليدي کارخونې شتون لري او تمه ده، چې په راتلونکي کال کې هم ۶ نورې لوي کارخونې رامنځته شي.

د بلخ ولایت والی ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه يوازنۍ موخه ولس ته خدمت او د اسلامي نظام قايمول دي او په همدې موخه يې خپل ولس ته ځانګړي ارزښت ورکړي ده.

نوموړي د ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره يو کړي او چاته اجازه ورنکړي ترڅو د دوي ترمنځ بیلوالي رامنځته کړي.