د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدين حقاني سره، د متحده عربي اماراتو هېواد له لوري د شیخ زاید پوهنتون د زړو ودانیو د ترمیم پر روانو چارو او له یاد هېواد سره د دوه اړخیزو اکاډمیکو همکاریو د فرصتونو پر برابرولو خبرې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال له شیخ زاید پوهنتون سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او علمي همکاریو څخه مننه کړې او په دې برخه کې یې په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر هڅې ستایلي دي.
د یادونې وړ ده، چې شیخ زاید پوهنتون په ۱۳۸۱هـ.ش کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شوی دی.