ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د نفرایټو کانونو قراردادیانو د نفرایټو کانونو د ویستنې د طرحې او کاري پلان په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزون. له اورېدو څخه وروسته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونو ته به رسېدنه وشي او دغه راز یې د قراردادیانو د رویالیټي او پورونو د ورکړې په اړه ټینګار کړی.