ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیايي پلاوی له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ نړیوالې رسنۍ د اسلامي امارت لاسته راوړنو د پیکه کولو هڅې کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د مالیزیا لومړي وزیر د استازې اغلې ډاکټرې شاه زلينا په مشرۍ د مالیزیا د لومړي وزیر د دفتر، دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

د دې ليدنې په پيل کې ډاکټرې شاه زلینا د دغه پلاوي د راتګ موخه له اسلامي امارت سره د مالیزیا د اړیکو پراختیا بللې او ویلي يي دي؛ د هېواد لوړپوړي چارواکي يې د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او حاضر دي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د نوموړې په وینا، پر اسلامي امارت د بنديزونو سربیره افغانستان په ځینو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، خو له بده مرغه نړیوالې رسنۍ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د پیکه کولو هڅه کوي.

 راغلي پلاوي د افغانستان او ماليزيا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه د دې ډول تګ راتګ پر دوام ټينګار کړی او ویلي يي دي، دوی به د اسلامي امارت پیغام په پلازمېنه کوالالامپور کې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي.

همداراز د مالیزیا هيواد ياد پلاوي له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې هم د خپلې هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ماليزيا هېواد د افغانستان دوست یاد کړی او ویلي يي دي، هیله لري چې دا ډول ناستې به د کابل او کوالالامپور ترمنځ د مثبتو او رغنده اړیکو سبب شي.

مولوي عبدالکبير مالیزیا په اسلامي نړۍ کې د پرمختګ ښه بېلګه بللې او زیاته کړې یې ده، یاد هېواد د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم او ځانګړی ځای لري.

نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان اوسني شرایط او وضعیت د هغه څه خلاف دي چې غربي رسنۍ یې په هکله په خپلو راپورونو کې يادونه کوي، ځکه ځینې کړۍ د افغانستان پرمختګ او ارامي نشي زغملی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ امن حاکم کړی، له همدې امله  مالیزیايي پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې بلنه ورکوي، ترڅو د سوداګرۍ سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو سبب هم شي.

مولوي عبدالکبير په اقتصادي او سیاسي برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، د سیمې په ګډون نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري.

د دغې ليدنې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د مالیزیا له مرستو او همکارۍ په مننې ویلي، اسلامي امارت دا مهال له تېر حکومت څخه په میراث له ورپاتې فقر سره مبارزه کوي، څو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، خو په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته هم اړتیا لیدل کیږي.