ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ضمیر کابلوف د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ ورسپارلو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د روسیې سفیر په شتون کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت او روسیې پر مثبتو اړیکو د ټېنګار ترڅنګ ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ د ورسپارلو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، له اسلامي امارت سره به د روسیې مثبتې اړیکې دوام ولري او روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له داعش او نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په دوام ټینکار کړی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د افغانستان په اړه د مسکو له دریځ څخه هرکلی او له مرستو یې مننه کوي.

مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي او د بنسټونو رغولو په برخه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه کړې او ویلي يي دي، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولی شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په مسکو- فارمټ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.