د اوبو انرژي وزارت مسولین وايي، چې د اوبو د مدیریت لپاره يې منظم پلانونه جوړ کړي، تر څو په ټول هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره متوازن انکشاف رامنځته شي.
دغهراز په دې برخه کې اوسمهال په شپږو لویو بندونو جوړلو کار روان دی، چې په جوړیدو سره به يې د اوبو د مدیریت په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
مسولین زیاتوي، چې د پرلهپسې وچکالۍ له امله وروستي ورښتونه بسنه نه کوي، خو بیا هم د ځمکې لاندې او روانو اوبو زیاتوالي کې اغیزمن ثابت شوي دي.
کارپوهان وايي، چې په هېواد کې د وروستیو اونیو ورښتونه که څه هم بسنه نه کوي، خو بیا هم د اوبو د کچې په زیاتوالي کې اغیزمن دي.
د دې تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره مصنوعي څاهګانې او واړه چکډیمونه جوړول جدي اړتیا بولي.
د اوبو د ډنډونو جوړول په نورو هېوادونو کې د باران اوبو د زیرمه کولو لپاره اغېزناک ثابت شوي، چې په تېرو څو کلونو کې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه افغانستان کې هم واړه بندونه او چکډمونه جوړ شوي، خو اړتیا ده چې شمېر یې د پام وړ زیات شي.