کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا د صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی سره لیدنه کړې.
یاد لوی پلاوی چې افغانستان ته یې د اړیکو د پراختیا په موخه سفر کړی په پیل کي یې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو د وزیر داتو سري اسامه محمد بن حسن راوړی پیغام سرپرست وزیر ته سپارلی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او مالیزیا د اولسونو او حکومتونو ترمنځ شته دیپلوماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي بللي او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه کړې.
مولوي امیر خان متقي ویلي، په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شته او افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي.
نوموړي زیاته کړې، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ افغانستان لېواله دی، چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت د مالیزیا له حکومت څخه غواړي، چې د هغو درې زره افغانانو لپاره چې اوس مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
د مالیزیا د پلاوي غړو ویلي، د مالیزیا حکومت غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
مېرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت و ارزولی او تمه یې ښودلې، چې په نږدې وخت کې به د مالیزیا سوادګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
مېرمن داتو دوکتور شازلینا ویلي؛ مالیزیا هوډ لري چې د افغان دیپلوماتانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په پای کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یادو برخو کې له افغانستان سره د مالیزیا له لېوالتیا او همکاریو مننه کړې.