ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کتاب نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د اطلاعاتو او کتلور وزارت له لوري د اپرېل ۲۳مه، چې د کتاب له نړیوالې ورځې سره برابره ده، پرون سې‌شنبه د ثور پر څلورمه په بیهقي ریاست کې ونمانځل شوه.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې هېواد کې یې د کتاب مطالعې د دودولو او بازار موندنې په برخه کې ګڼ اقدامات کړي او د هغو لیکوالانو لپاره یې په وړیا ډول د کتاب چاپولو زمینه برابره کړې چې د چاپ وس یې نه لري.

د دې ترڅنګ د بیهقي ریاست مسولین وایي، چې د کتابونو د خصوصي خپروندویه ټولنو سره ښه همغږي لري.

د دې ریاست د چاپ او خپراوي مسولین له خصوصي مطبعو په معیاري ډول د کتابونو چاپ غوښتنه کوي او له لیکوالانو غواړي، چې په خپلو لیکنو او کتابونو کې اسلامي اصول او د اسلامي امارت پالیسي په نظر کې ونیسي.

ورته مهال لیکوالان د کتاب او مطالعې دودولو په موخه د نندارتونو پر جوړولو ټینګار کوي او وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ کار ورته شوی دی.

د کتاب نړیواله ورځ هر کال د اپرېل په ۲۳ نمانځل کېږي. په دې ورځ خپرندویې ټولنې ځانګړي تخفیفونه اعلانوي، کتاب لوستونکي د خپلې خوښې کتابونه پېري او د بېلا بېلو بنسټونه له لوري په ښه ډول نمانځل کېږي.