ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو بشري جنایات؛ خان یونس کې ۵۱ نور جسدونه موندل شوي

غزه کې د روغتیا مسولین وايي، چې خان یونس کې یو بل ډله‌ییز قبر موندل شوی او ۵۱ جسدونه ترې را ایستل شوي.

دوی زیاتوي، چې د ځینو شهیدانو لاسونه او پښې تړل شوي او ښکاري، چې ژوندي خښ او یا هم په میداني ډول په اعدام شهیدان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو ۲۰۱ ورځې پوره شوې. په دې بریدونو کې د صهیونیستي رژیم جنایات او زور زیاتي د بشر په تاریخ کې بې‌ساري دي. له ۳۴ زره زیات فلسطینیان پکې شهیدان شوي او د ډله‌ییزو قبرونو پیدا کېدل د اسرائیلي رژیم د وحشتونو له یوه بل پټ اړخ څخه پرده پورته کوي.

پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو ۲۰۰ ورځو له پوره کېدو سره سم د اروپا-مدیترانې د بشري حقونو د څار ادارې اعلان کړی، چې له ۱۴۰ زیات ډله‌ییز یا موقتي قبرونه یې مستند کړي دي.

له دې وړاندې په نصر روغتیایي مرکز کې هم ډله‌ییز قبر وموندل شو، چې له ۳۰۰ زیات جسدونه ترې را و ایستل شول.