ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: روزګان کې تېر  کال له ۶۲ زره ډېرې پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست په ۱۴۰۲ کال کې په ټوليز ډول ۶۲ زره ۸۰۸ تنو هېوادوالو ته کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له دې ډلې ۳۱ زره او ۲۴۶ کسانو ته برېښنایي او ۳۱ زره او ۵۶۲ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.

د یاد ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس مولوي عبدالظاهر راشد ویلي؛ چې هره ورځ شاوخوا یو زر او ۲۰۰ غوښتونکي دې رياست ته د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

ښاغلی راشد زياته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د همدې دفترونو له لارې توانېدلي دي، چې یو زر او ۲۰۷ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۹ زره او ۱۴۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونو، د مړينې پارچې، د ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وينا؛ په دې ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو يو مرکز فعال دی چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

 مولوي عبدالظاهر راشد ویلي؛ د نويو پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروستي خدمتونه هم ترلاسه کېږي او د مثنی پېژندپاڼو وېش، د زېږونونو او ودونو ثبتولو خدمتونه هم وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.