ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیزیايي پلاوی او نورالدین عزیزي لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو (غالۍ، پنبه او کاني ډبرو) لپاره په بازار موندنه خبرې شوې دي.

همداراز په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیايي پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.