ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي امیرخان متقي سره د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې شوي

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال سريک ژومانګرين د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، دوې اړخيزې سوداګرۍ او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي همکاري مخ په پراخېدو ده.

مولوي امير خان متقي زیاته کړې، افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

همداراز د بهرنيو چارو سرپرست وزير په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګريز رول څخه خوښي څرگنده کړې او هیله یې کړې، چې افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنايي حکومتولۍ برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي متقي همداراز يادونه کړې، چې قزاقستان کې د افغانستان د ديپلوماتيک ماموريت کچه لوړه شي.

نوموړي همداراز ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له پراختيا سره پکار ده، چې د کابل او استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په خپل وار افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ په پراخېدو ګڼلي او ویلي يي دي، د افغانستان صادرات قزاقستان ته نژدې درې برابره زيات شوي دي.

سريک ژومانگرين زیاته کړې؛ چې په دې سفر کې يې تخنيکي پلاوی ملتيا کوي او په افغانستان کې به د رېل پټلۍ، کانونو او مشترکو کمپنيو په برخه کې د پانگونې په اړه مفصلې تخنيکي خبرې وکړي.

همداراز ژومانگرين هيله څرگنده کړې، چې دواړه لوري وتوانېږي د کابل-استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل کړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ویلي، افغانستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداگريز نندارتون پرانيزي.