په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فلسطین په خان یونس ښار کې د ناصر روغتون په سیمه کې ډله ییز قبرونه موندل شوي.
د یاد روغتون په انګړ کې د شهیدانو د جسدونو پیدا کېدل د فلسطین د بېدفاع وګړو مظلومیت، انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ته د صهیونیستي رژیم نه پاملرنه او د دوی په وحشتناکه جنایتونو د نړیوالې ټولنې د سترګو پټولو ښکارندویي کوي.
بهرنیو چارو وزارت د فلسطین خلکو د مشروع مبارزې د ملاتړ سربېره، د صهیونیستي رژیم له لوري د بې دفاع او مظلومو فلسطیني وګرو بېرحمانه وژنه په تر ټولو کلکو ټکو غندي.
څښتن تعالی دې شهیدانو ته جنت الفردوس نصیب کړي او د نړۍ په وجدان لرونکو وګړو غږ کوو، چې د صهیونیستي رژیم د وحشتونو پر وړاندې، دې د فلسطین د مظلومو خلکو په مخنیوي کې برخه واخلي.