ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر قلندر عباد او د مالیزیايي پلاوی لیدنه؛ د روغتیايي سیستم په پیاوړتیا او دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي اسیا له رییسې ډاکټر شازلینا زین العابدین، د لومړي وزیر د دفتر له مشاور راملان عبدالمالک او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، دوه اړخیزه همکارۍ او د روغتیا په برخه د مالیزیا هېواد د ونډې اخېستو اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت له بنسټیزو دندو بللي او ویلي يي دي؛ موږ په تېرو دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او اړتیا ده د روغتیایي سیستم د پیاوړي کېدو لپاره لا هڅې وکړو، چې په همدې موخه یې د مالیزیا هېواد ونډه اړینه بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې.

 ډاکټر قلندر عباد همداراز زیاته کړې؛ اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه لرو او اړتیا لیدل کېږي، تر څو د معیاري روغتیايي خدمتونو رسولو په موخه دغه شمېر ۴۵ زره بسترونو ته لوړ او تر څنګ یې په بېلا بېلو روغتیايي څانګو کې افغان متخصصین وروزو؛ ترڅو وکولی شو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

 له بل لوري د مالیزیا هېواد استازو د افغان متخصصینو د روزنې او د روغتیا په برخه کې د دوامداره مرستو ډاډ څرګند کړی دی.