ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او سریک ژومانګارین لیدنه؛ د افغانستان له لارې قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې په غځولو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې شوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د دې زمینه برابره شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پياوړې شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شوو ګروپونو څخه د اسلامي امارت ایستل، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان تازه له اشغال او جګړو راوتلی، د پرمختګ پر لور یې لومړني ګامونه پورته او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې پراخ بنسټونه رامنځته کړي؛ خو سره له دې هم د کرنې، روغتیا، زېربنا او یو شمېر نورو برخو کې ځینې ستونزې شته، چې په دغو برخو کې د قزاقستان د همکاریو او ګډ کار غوښتنه کوي.

اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان – قزاق ګډو کمپنیو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی.

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په افغانستان کې د شوو پرمختګونو ستاینه کړي او ویلي يي دي؛ دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره یوځای کار کوي.

نوموړي د افغان – ټرانس پروژه کې له شوو پرمختګونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده؛ که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي.

نوموړي ویلي؛ د قزاقستان حکومت په نظر کې لري، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د سوداګرۍ او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي.

د ژومانګارین په وینا؛ قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پر پانګونې سربېره له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.