د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د اسیا پسیفیک د څانګې له مسول الکساندر میتیو او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې میتیو له افغانستان سره په بشري او روغتیايي برخو کې د سره صلیب او سرو میاشتو د فدراسیون په مرستو د ټېنګار ترڅنګ ویلي، هڅه کوي روان کال له افغانانو سره د خپلو مرستو کچه لوړه او اوږد مهاله همکاریو ته لاره هواره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې سورصلیب د مرستو رسولو سربېره له اړوندو افغان ادارو سره غوره اړیکې لري .
الکساندر میتیو دغه راز یادونه کړې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ، په افغانستان کې پر بشري حالت منفي اغېز کوي او په دې اړه یې خپلې اندېښنې او د دې بهیر د درېدو غوښتنه له پاکستاني مقاماتو سره شریکه کړې ده.
ښاغلي میتیو ویلي، چې له افغاني سرې میاشتې د اسلامي امارت ملاتړ کولای شي افغانستان ته د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د لا ډېرو مرستو د جذب لامل شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د بشري او روغتیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه رامنځته شوې دی.
مولوي عبدالکبیر په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب لخوا له روغتونونو سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د بشري مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی.
نوموړي د سره صلیب له مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت له افغاني سرې میاشتې او د سره صلیب ادارې له ګټورواو خیریه فعالیتونو ملاتړ کوي