د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې دایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه او په تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني هم شتون درلود.
د دغه لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو د لا پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ سږ کال د الله تعالی په فضل سره پرېمانه اورښتونه وشول، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته نیمروز ولایت او د هغه هېواد سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې په خبره یې، دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز نوموړي د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره بنستیز ګام یاد کړی دی.
اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ ایران ته زموږ د سفر په تعقیب اوسمهال د دواړو لورو تخنیکي کمېټې په ګډه کار کوي، چې په مختلفو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو یادونه کړې او له ایراني لوري یې غوښتي څو له دغه هېواد څخه په جبري ډول افغان کډوال را ونه باسي او په دغه برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي.