ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان په اړه د نړیوالو ناسم تصور او د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه!

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دا وروستیو کې د هېواد پلازمینه کابل د ګڼو بهرنیو دپلوماتیکو استازو او سیاسي هیئتونو د تګ راتګ شاهد دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال په مشرۍ د استازولۍ له راتګه نیولی، د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیې اونورو دپلوماتانو او استازو تر راتګ، همدا ډول د اسلامي امارت د ترانسپورت سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده په مشرۍ د یو افغان پلاوي د اوزبیکستان په ترمذ کې په مهمه غونډه کې تر ګډون پورې ټول پرمختګونه په ډاګه کوي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره ټینګې شوې او راشه درشه ورسره موجوده ده.

دا اړیکې هره ورځ دپراخیدو او مؤثریت په حال کې دي.

 یادې هڅې د هېواد د دپلوماتیکې دستګاه په فعالیت او په عموم کې د اسلامي امارت په هر اړخیزو اړیکو ټینګولو دلالت کوي.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ همدا ډول به دغه مهمې لیدنې کتنې، ناستې پاستې او راشه درشه افغانستان ته په اقتصادي لحاظ ښې لاسته راوړنې له ځانه سره ولري.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ دا چې ځينو فکر کاوه، افغانستان به نور منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي، له هېوادونو سره به اړیکې ونشي ټینګولی، نور دا ډول تصور ناسم ثابت شوی.

 اوس جوته شوې چې افغانستان هم له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه صعودي ګامونه اخلي او دا هڅې به له لاهم ګړندۍ او مؤثرې شي.