ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان لوړ پوړي پلاوي او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه؛ د افغانستان د کاني زېرمو په اړه خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګرین په مشرۍ د قزاقستان له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو سربېره یې په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان د کاني زېرمو په اړه یې خبرې کړي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ افغانستان له کلونو تپل شوې جګړې وروسته ملي امنیت او حاکمیت لري او ډېر د خوښۍ ځای دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اقتصادي او سوداګریزه برخه کې شتون لرو.

 شیخ شهاب الدین دلاور همدا راز زیاته کړې؛ له نېکه مرغه افغانستان زیات شمېر کاني زېرمې لري لکه سره زر، اوسپنه، سرب اوجست، مس، انتيموني او همداراز په بېلابېلو حوزو کې د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري، د سر تاسري امنیت، روڼتیا او عدالت په شتون سره دا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه وخت او فرصت دی، چې له دوستو هېوادونو لکه قزاقستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د بېلا بېلو برخو سربېره د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره دوه اړخیزې همکارۍ رامنځته کړي ترڅو د دې هېواد د کان کیندنې په برخه کې پانګونه ترسره شي.

 د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه ویلي؛ قزاقستان غواړي د داوړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د راکړې ورکړې او همکاریو د پراختیا په موخه موږ د کانونو د سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لري.

سریک ژومانګرین زیاته کړې؛ د هغو کاري تجربو له مخې چې قزاقستاني شرکتونه یې په نړۍ کې د کانونو د ویستنې په برخه کې لري، موږ چمتو یو ترڅو د کانونو د سکټور په برخه کې عملي کار او له افغانستان سره دوه اړخیزې همکاریو غوښتونکي یو.

 دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې لپاره د قزاقستان د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د کانونو د سکټور په برخه کې به د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په پای کې دواړو لورو د کاري اړيکو د دوام، د متخصصینو د ليږلو او د اړوندو ارګانونو ترمنځ یې د کاري کمېټو د جوړولو غوښتنه کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار شوی.