د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د روژه ماتي په مېلمستیا کې د اوزبیکستان، قزاقس قرغیزستان، ترکیې، پاکستان، ایران او اندونیزیا سفیرانو او ډيپلوماتیک استازو او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن روزا انتبایوا، د یوناما مرستیال او د اغاخان شرکت رییس سره وکتل.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري او د ریاست الوزرا د چارو ادارې عمومي ریيس شیخ نورالحق انور هم حضور درلود.
په پيل کې مولوي عبدالکبیر سفيرانو، مېلمنو او ډیپلوماتانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، خوښ یم چې د ګاونډيو هیوادونو ډيپلوماتانو او نورو مېلمنو سره وینم.
نوموړي له افغانانو شره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ مننه وکړه او وې ویل، په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او سیاسي او ډيپلوماتیکې استازولۍ او خیریه بنسټونه کولای شي په پوره ډاډ خپل کار او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د روژه ماتي پدې مېلمستیا کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل، په تېرو شلو میاشتو کې له هیوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیله من یوو چې شته ستونزې هم په تدریجي ډول حل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو وار بیا څرګنده کړه، چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ نه دی متوجه.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې تېر کال د افغانستان صادرات زیات شوي. په سرحدونو کې امنیت تامین دی او موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکي یوو.
مولوي امیرخان متقي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل، تراوسه ۵۲۹ تنه پخواني چارواکي او مطرح افغان شخصیتونه له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې کتنې په جریان کې مېرمن روزاانتبایوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال بلنې څخه په منننې د روژې مبارکه میاشت کې د امنیت په خاطر خوښي وښوده.
مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو لپاره د روژه ماتي مېلمستیا برابره کړې وه

