ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د بشري ناورین دوام؛ ترکیې له اسرائیلو سره سوداګري بنده کړه


ترکیې غزه کې د بشري ناورین مخنیوي په موخه له اسرائیلو سره خپلې هر ډول سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.

د ترکیې سوداګرۍ وزارت ویلي، له اسراییلو سره به یې تر هغه وخت سوداګري بنده وي، ترڅو غزې ته له ځنډ پرته د بشري مرستو رسولو زمینه نه وي برابره شوې.

د یادونې ده، چې تېر کال د ترکیې او اسرائیل تر منځ د سوداګرۍ کچه ۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.