ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزارت له عوفي بهرام شرکت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اوبو او انرژي وزارت وايي، چې د دې وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو په برخه کې د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او استخراج سوداګریز شرکت له مسول سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکي جوړولو په برخه کې د پانګونې د ګډي همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک، د دواړو لوریو ترمنځ د پانګونې د چارو د انسجام او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل د چټکتيا لپاره د ګډې همکاري او همغږي په موخه لاسليک شو.