ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال: تر ۲۰۲۷ زیږدیز کال پورې به د افغان-ټرانس رېل پټلۍ پروژه بشپړه شي

ټرینډ نیوز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوزبیکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال تاشکند کې د پانګونې نړېوالې دوې ورځنۍ درېیمه ناسته کې ویلي، چې د افغان-ټرانس پروژې چارې به تر ۲۰۲۷ زېږدیز کال پورې بشپړې شي.

نوموړي دا پرژوه یوه مهمه ټرانزیټي او له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا د وصل لاره بللې ده.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وایي، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان عملا د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ په نښلېدونکې سوداګریزه لاره بدل شي.

د اقتصادي مسایلو کارپوهان د افغان-ټرانس ریل پټلۍ د هېواد د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره ښه سرچینه ګڼي.

افغان-ټرانس ریل پټلۍ داسې یوه مهمه پروژه ده، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي.