ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نتانیاهو پر ضد لاریونونه؛ زرګونه کسانو یې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې

د راپورونو پر اساس زرګونه اسرائیلیانو د نتانیاهو پر ضد لاریونونه کړي او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

یادو لاریون کوونکو له اسرائیلي رژیم غوښتي، تر څو ژر تر ژره غزه کې بندي اسرائیلیان ازاد او بېړنۍ ټاکنې ترسره کړي.

اسرائیلي رسنۍ وايي، چې پرون شنبه ناوخته د تل‌ابیب په جنوب رحوبوت ښار کې د بندیانو د یو شمېر کورنیو په شمول ګڼ شمېر کسانو لاریون کړی و او د بندیانو د خلاصون او بېړنیو ټاکنو غوښتنه یې کوله.

دغه‌راز تل‌ابیب کې هم زرګونه کسان په اعتراضي ډول راټول شوي وو، چې د بندیانو د خلاصون په شمول یې د کابینې د استعفا غوښتنه هم کوله.

د دې تر څنګ د صهیونیستي رژیم د جنګ وزارت او بنیامین نتانیاهو د کورونو مخې ته هم لاریونونه شوي او ژر تر ژره یې د نتانیاهو د استعفا غوښتنه کړې ده.

عبري رسنۍ وايي، چې د اشغالي فلسطین په ۷۰ سیمو کې د اسرائیلي رژیم پر ضد لاریونونه شوي دي.

یادو لاریون کوونکو ویلي، چې نتانیاهو او کابینه یې د بندیانو ژوند د سیاسي او خپلو شخصي ګټو قرباني کوي.