ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: له هېواده بهر ملي سوداګرو او پانګوال دې افغانستان ته راستانه او په خپل هېواد کې دې پانګونه وکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ګلبهار پلازا رغنیزې پروژې د چارو پرانیسته وکړه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه بېلګه ده.

ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد ابادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې په نږدې راتلونکي کې پيل کړي، چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کېدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي.

اقتصادي مرستیال همدارنګه له هېواده بهر ملي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت په ټول توان سره د دوی د سر او مال امنیت خوندي کوي، دوی ته یې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړیږي، چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي. په یاده پروژه ۷۰ میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.