ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس: افعانۍ د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري په مشرۍ او د دې شورا د غړو په ګډون د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري لومړی د پولي سیاستونو د اغېزناک پلي، د بانکوالۍ سکتور د وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافۍ د فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه خبرې کړي.

هدایت الله بدري ویلي؛ په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.

نوموړي د بانکونو د شتمنیو د وضعیت، مدیریت او نقدینګۍ د ښه والي په اړه معلومات شریک کړي او یادونه یې کړې، چې د اسلامي بانکوالۍ په سکټور کې د خلکو د امانتونو کچه د تیرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان بانک د سکتوري امریتونو د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د پولي سیاستونو د پلي، د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د اداینو د سیستم په برخه کې د اجرااتو راپورونه وړاندې کړي او د ۱۴۰۳ کال د پلانونو په اړه یې خبرې کړي.

دغه راز د افغانستان بانک د اړوندو امریتونو له لوري د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو شمېر وړاندیزونه شریک او د افغانستان بانک د عالي شورا له لوري منظور شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان بانک عالي شورا د دې بانک د پرېکړې کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، چې په کال کې څلور ځله غونډې تر سره کوي.