د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مسولینو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پلان د چمتو کولو او د پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه د همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه کړې.
دغه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې مشر ريچارډ ترانچارډ او د دواړو ادارو د یو شمېر رییسانو، سلاکارانو او متخصصينو په ګډون د کرنې وزارت په تالار کې جوړه شوې وه.
دا غونډه، چې د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته د خدمت په موخه د یوه هر اړخیز پلان د چمتو کولو په موخه جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته په لومړیتوب ورکولو، د پروژو په پلي کولو کې روڼتیا او اغېزمنتوب په پام کې نیولو باندې خبرې اترې او د نظرونو تبادله شوې.
د غونډې په پيل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې له وزارت سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او نورو مرستندویو موسسو له همکاريو مننه کړې او د دغو مرستو د دوام او زياتوالي غوښتنه يې کړې،
نوموړي ویلي؛ دا غونډه د کرنې سکټور د کارپوهانو ترمنځ د خبرو اترو او نظرونو تبادلې، د خلکو اړتیاوو پیژندنې، د پروژو د اغیزمنتوب او ارزونې او د بېخ بنسټو او دوامدارو فعالیتونو د پلي کولو لپاره یوه ښه زمینه ده، ترڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په پلان کې شامل شي او شفافې، اغېزمنې او باکیفیته پروژې پلي شي.
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړې؛ ټول په دې پوهېږي چې د انقلاب په ۴۰ کلونو کې د دې هېواد مالداران او بزګران ډېر زیان لیدلی، اوس چې امنیت تامین شوی او د کوکنارو کښت هم صفر ته راښکته شوی، باید نړیوال بنسټونه او موسسې دې د بزګرانو او مالدارانو کورنیو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او حیواني روغتیا په برخو کې د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د فعالیتونو د دوام په اړه خبرې کړي او د غونډې موخه یې په پلان کې د د نظرنو شریکول بللي دي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې طرحې او پلانونه د بېلابېلو پریزنټیشنونو په ترڅ کې د کرنې وزارت رییسانو او کارپوهانو ته وړاندې شوي، چې د کرنې وزارت رییسانو او کارپوهانو د کرنې وزارت د بېلابېلو کاري سکټورونو په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه یې غوښتي، چې د دې پلان په چمتو کولو کې د دوی نظرونه او وړاندیزونو ته پام وکړي.

