د احصايې او معلومات ملي اداره وایي؛ د میدان وردګ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۵۴ زره او ۴۷۴ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۵ زره او ۳۷۸ برېښنايي او ۲۹ زره ۹۶ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د میدان وردګ ولايت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي ویلي؛ د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې دوه زره او ۷۳۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۳ زره او ۷۳۵ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۱ زره او ۹۶۳ زېږون کارتونه او یو زر او ۷۷۲ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د میدان وردګو ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت او عکس نوي کول) هم وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

