ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ په جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شویو یو شمېر طرحو بحث وشو.

غونډې ته د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې شوې.

په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال اباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.

د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولود طرحو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.