ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هغه لويې پروژې پيل کړي چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

 دغو علماوو او قومي مشرانو په خپلو سيمو کې د سراسري امنیت په ټینګښت او د رغنيزو پروژو د کارونو په دوام خوښوي وښوده، د خلکو د هوساینې لپاره يې د لا ډېرو نورو پروژو پلي کېدو غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې په ليکلې بڼه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته وسپارل.

 یادو قومي مشرانو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو د رسېدو په موخه د سیمه ییزې حکومتولۍ او ولسونو پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او ويي ویل، ولسونه له سیمه ییزو ادارو سره همکار دي.

 مولوي عبدالکبیر، علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ولس پر مټ او ملاتړ هغه لويې پروژې پيل کړي چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې او د پیل شونتیا یې نه وه.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، ټولې امارتي ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسولیت او دنده ده.

په پای کې مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د دغو علماوو او قومي مشرانو د همکاريو مننه وکړه او ورته يې ډاډ ورکړ، چې په وړانديزونو به يې غور وشي.