ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت دې لا غوره خدمات وړاندې کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي له سرپرست وزیر مولوی نجیب الله حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوی نجیب الله حقاني د دې وزارت د فعالیتونو، پرمختګونو او وروستیو لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، چې دا وزارت د متوازن، ارزانه او کیفیت لرونکو مخابراتي خدمتونو، دمعلوماتي ټکنالوژي د پراخولو، له سیمه‌ییزو او نړیوالو معیارونو سره سم د مخابراتي خدمتونو د وړاندي کولو هڅې کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې دا مهال یاد وزارت د هېواد لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمتونه پراخ کړي دي.
مولوي عبدالکبیر د دې وزارت د فعالیتونو ارزونه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېوادوالو رضایت او د ستونزو حل یې خپل مسولیت ګڼي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت دې خلکو ته د غوره مخابراتي خدماتو په چمتو کولو تمرکز لا ډېر کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د چارو د لا ښه والي په موخه، د یاد وزارت سرپرست ته اړینې سپارښتنې کړې دي.