ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د ډیجیټل حکومتولۍ او سیسټم جوړونې برخه کې د ۲۳ سیستمونو چارې بشپړې شوي، ۱۶ سیستمونه کار روان دی او د ۲۰ نورو سیستمونو تقاضا شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه د سایبر خطرونو په اړه د پوهاوي ورکشاپونه جوړ شوي، د پوسټي خدمتونو لپاره ۱۲ شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي، د ډیجیټل حکومتولۍ معیارونه ترتیب شوي او د سیم کارټونو د ثبت او د ځانګړو شمېرو د توزیع لپاره طرزالعملونه جوړ شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی ویلي، چې د اترا ادارې د TDF له بودجې څخه ۴۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او مخابراتي شرکتونو ته ورکړل شوي او همدارنګه په پینځه ولایتونو کې د ۳۰ مخابراتي سایټونو جوړولو لپاره له مخابراتي شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.

عنایت الله الکوزی زیاته کړې؛ چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت کچې د اندازه کولو وسایلو د برابرولو پروژه بشپړه شوې ده، د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او روشن شرکتونو له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د TDF له بودیجې څخه شاوخوا ۳۳ مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شوي او په کندهار، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې د درې مخابراتي سایټونو قرارداد له افغان بېسیم شرکت سره شوی چې ډېر ژر به یې د تطبیق چارې پیل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند په وینا؛ د سایبر قضیو د حل لپاره د سایبر جرمونو لابراتوار فعال شوی، د دولتي څانګو د ویب سایټونو او ډیټاسنټر سیسټمونو د ساتنې او امنیت لپاره د څارنې او مدیریت سیسټم رامینځته شوی دی.

ښاغلي الکوزي ویلي، مخابراتي شرکتونو ته د انټرنټ او غږیزو اړیکو د عادی بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف ټاکل شوی، چې له امله یې د پخوا پرتله په بیو کې کموالی راغلی دی.