ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پاسپورټ ریاست کې هم پیژندپاڼې تایید کیږي

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بریښنايي پیژندپاڼو له معلوماتي سيسټم سره د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رياست سیسټم نښلولو په موخه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې او کورنيو چارو وزارت ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسلیک شوی.

دغه هوکړه لیک د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال جلالي او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې لوي رييس ډاکټر فقير محمد زيار او مل پلاوي په ګډون لاسلیک شوی.

ياد هوکړه ليک، د هېوادوالو د هويت د تثبيت بهير د چټکتيا او د پاسپورټ د وېش په برخه کې ستونزو د مخنيوي په موخه لاسلیک شوی.

له دې وروسته هېوادوال کولی شي، چې د پاسپورټ اخيستلو پر مهال د پیژندپاڼو تاييد د پاسپورټ په لوی رياست کې ترسره کړي.