ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اترا اداره:  ۱۲ ولسوالیو ته مخابراتي خدمات رسول شوي

په شمال زون کې د اترا ادارې آمر حافظ محمد ثابت نعماني ویلي؛ چې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو د اوسېدونکو  په غوښتنه یې د یادو ولایتونو په ۱۲ ولسواليو او ۲۴ هغو کلیو کې مخابراتي شبکې وصل کړې، چې خلک یې د مخابراتي شبکو د کمزورۍ او یا نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

نوموړي زیاته کړې، د یاد امریت په هڅو مسولین توانېدلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یادو ولایتونو په شولګړه، کلدار، چهاربولک، قوشتیپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قیصار، خان چهار باغ، شهري سرپل، شهري میمنه، شهري شبرغان، شهري مزارشريف ولسوالیو او مرکزونو کې د مخابراتو شبکو ستونزې حل کړي.

د ښاغلي نعماني په وینا، په ښارونو کې د غیرې قانوني سيم کارټونو مخنیوي شوی او له دې وروسته به سیمکارټونه په برېښنایي پېژندپاڼو اخیستل کيږي.