ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټول هېواد کې د امریکايي اشغال ماته او د اسلامي امارت د بریا دویمه کلیزه ونمانځل شوه

ټول هېواد کې ځايي مسولینو، مخورو، قومي مشرانو او هېوادوالو د امریکايي اشغال ماته او د اسلامي نظام دویمه کلیزه په یو لړ شانداره مراسمو ونمانځله.

په دې نمانځغونډو کې د اسد ۲۴مه تاریخي او له ویاړه ډکه ورځ یاده شوې ده.

د یادو غونډو ګډونوالو ویلي، چې دغه ستر فتحه او ازادي د افغان ولس په پراخو قربانیو ترلاسه شوې او د ساتلو لپاره یې پیاوړي ایمان او هېوادني عزم ته اړتیا ده.

دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد پر ۲۴مې د هېواد اوږدې بدبختۍ او څو لسیزو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شو او په هېواد کې یو ځل بیا اسلامي امارت حاکم شو.

د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت دوه کلونه پوره شول او هېوادوال دا ورځ په داسې حالت کې نمانځي، چې په ټول هېواد کې مرکزي حکومت حاکم دی، اشغال پای ته رسېدلی، فساد له منځه تللی، پیاوړی امنیت رامنځته شوی او د قدرت جزیرې له منځه وړل شوې دي.

مسولین او هېوادوال دا ورځ د تاریخ د زرینې ورځې په نوم یادوي او په شور او ذوق یې نمانځي.

دوی خوښ دي چې هېواد یې له اوږدې بدبختۍ خلاص، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ دی.

افغانانو د هېواد په ټولو ولایتونو او سیمو کې دا ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځله.