د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي راډيو تلویزیون له عمومي ریيس قاري محمدیوسف احمدي او ټولو ولایتي امرینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی هغوی د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې محلي مسولین پر وخت اطلاع رسولو کې صادقانه هڅې کوي.
دوی زیاته کړې، چې د افغانانو دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او غواړي، چې په فرهنګي او رسنیز تهاجم سره زموږ د ملت اذهان مغشوش کړي.
د یادو مسولینو په وینا؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هېواد دښمنانو او اشغالګرو ډېر بشري ضد جنایتونه کړي او موږ هڅه کوو، چې خلکو ته حقایق روښانه شي.
دغه راز یې د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د اړینو تجهیزاتو برابرولو او د ملي راډيو تلویزیون د ولایتي کارکوونکو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې او د ملي راډيو تلویزیون د عمومي ریيس او ولایتي امرینو کړنې او فعالیتونه یې ستایلي دي.
ښاغلي حنفي ویلي، چې هېواد کې امنیت تامین او اشغال پای ته رسېدلی، خو زموږ د خلکو او ګران هېواد دښمنان لا هم د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشولو کوښښ کوي، بنا له تاسو غواړم افغان ملت او نړیوالو ته د اسلامي امارت د ویاړونو، شته واقعیتونو او هېواد کې د مثبتو ترسره شویو کارونو د انعکاس په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړئ.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د ملي راډيو تلویزیون د عمومي ریاست او ولایتي امریتونو د ستونزو د حل او اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول هڅې نه درېغوي.