ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: په فشار نه بلکې په احسنه طریقه باید د منکراتو مخه ونیول شي

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي هرات ولایت کې یوې سترې ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د یاد ولایت والي، د علماوو شورا مشر، نورو مسولینو، قومي مشرانو او متنفذينو ګډون کړی وو.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر په یاده غونډه کې ویلي، چې هرات د اولیاوو، عارفینو، علماوو، شیوخو او پوهانو ښار دی.

دلته عبدالرحمان جامي، علامه تفتازاني، امام رازي، امام ابوالولید او خواجه عبدالله انصاري په څیر خلک تېر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې “لله الحمد هېواد خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی.

تیر څلویښت کاله د مختلفو یرغلونو په واسطه اغیارو ډول ډول هڅې وکړې خو دغه ملت یې د علماوو په فتوا ترپايه په وړاندې ودریدلو، خپلواکي یې ترلاسه او اسلامي نظام حاکمولو ته یې زمینه برابره کړه.

اوس زمونږ مسولیت دی چې دغه ملت ته عزت ورکړو، مشکلاتو ته یې رسیدنه وکړو، اسانتیاوې ورته برابرې کړو.”

نوموړي ډاډ ورکړی، چې که څوک د امارت په نوم د چا حق تلفي کوي د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت یې پر وړاندې دریږي.

ښاغلي حنفي علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې علماء باید په لومړي قدم کې د منبر له لارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کار وکړي او د اسلامي نظام د حمایت لپاره هڅې وکړي.

شیخ محمد خالد حنفي ټینګار کړی، چې په فشار نه بلکې په احسنه طریقه باید د منکراتو مخنیوی ونیسي.

دغه‌راز له افراط او تفریط باید ځانونه وساتو، مباحات د فرایضو او مکروهات د محرماتو ځای ته و نه رسوو او دا ټولنه د ترغیب له لارې سمون ته سوق کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه خلک چې په کال کې یوه ورځ د مور ورځ نمانځي بیا د ښځو د حقوقو نعرې وهي، دوی باید وپوهیږي چې اسلام هره ورځ د مور د قدرداني امر کوي او د ښځو د حقوقو د تلف د مخنیوي سپارښتنه کوي.

همدا راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله مستقل فرمان د ښځو د حقوقو په اړه واضح دی چې باید حقوق یې ورکړل شي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ “د ملوک الطوایفي دور ختم دی، قومیت، عصبیت، سمت بازي او فرقه واریت پای ته رسیدلي.

مسولین د ملت په منځ کې دي، مشکلاتو ته یې رسیدنه کوي او د ملت خدمت خپل ویاړ بولي.

که څوک سرغړونه کوي ملت کولی شي د سمع شکایات اداره کې پرې عارض شي.”