ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امير خان متقي د سوريې د بهرنيو چارو له وزير سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکيې په استانبول ښار کې د سوريې عربي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير اسعد حسن شيباني سره ليدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي او مهمې بللې او خوښي يې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته رسېدلي دي. همداراز دواړو وزيرانو هيله څرګنده کړې، چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي پر اوسنیو ننګونو برلاسي شي او له شته فرصتونو پراخه ګټه واخلي