ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان: د اټومي شعاوو د خپرېدو نښې نه دي موندل شوي

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونو د امریکا له برید وروسته اعلان کړی، چې د یادو سایټونو په شاوخوا سیمو کې د اټومي شعاوو د خپرېدو نښې نه دي موندل شوي او د سیمې د اوسېدونکو ژوند نه ګواښي.

‏عربستان هم اعلان کړی، چې د خلیج هېوادونو په چاپېریال کې يې هم نښې نه دي لیدل شوي.

‏همدارنګه ایراني چارواکي وایي، چې سیمه له خطر څخه خوندي ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د ایران پر اټومي سایټونو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا ځواک ښودنه، په سیمه کې ناورین زیاتوي او د سیمې او نړۍ سربېره د ملکیانو لپاره خطرناکې پایلې لري.

دغه‌راز د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نه‌ خپرېدو له تړون (NPT) ښکاره سرغړونه ده او دا بریدونه د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس په همغږۍ ترسره شوي دي.