د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرتیا کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۳مې ګڼې شپږم بند او د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې د مصوبې پر بنسټ، ټولو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقیقي او حقوقي اشخاصو ته خبر ورکول کیږي، چې اسلامي امارت له بریا وړاندې مودې راهیسې د بېلابېلو عواملو له امله د دوی سوداګریز توکي د هېواد په ګمرکونو او اړونده ادارو کې پاتې دي، کولای شي خپل مالونه ترلاسه کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د اړونده ګمرکونو په همغږۍ، د وسایطو او اجناسو د تسلیمۍ کمیسیون له لارې دا توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري.
دغهرار په یاده خبرتیا کې د توکو له مالکانو غوښتنه شوې چې د مالکیت د تثبیت اسناد، د سوداګرۍ جواز او نور اړوند اسناد له ځان سره ولري او ژر تر ژره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاونیت دفتر ته مراجعه وکړي.

