ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په لومړي ځل پر اسرائیلو خیبر نومي پرمختللي توغندي توغولي

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پر اسرائیلو خپل پرمختللي خیبر نومي توغندي توغولي.

سپاه پاسداران وایي، چې د ‘وعده صادق ۳’ عملیاتو د ۲۰مې څپې په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره ۴۰ خیبر نومي توغندي پر اشغال شویو سیمو توغولي دي.

ویل کیږي بن ګوریون هوایي ډګر، صهیونیستي رژیم بیولوژیکي څېړنو مرکز او  د کنټرول څو مهم پوځي مرکزونه د دغو بریدونو موخه وو.

یاد اژانس په خپل راپور کې ویلي، د وعده صادق۳ عملیاتو ۲۰مه څپه کې په توغندیو سربېره له بې پیلوټه الوتکو هم ګټه اخېستل شوې او په بریالیتوب سره په خپلو اهدافو لګېدلي دي.

سپاه پاسداران وایي، د ایران توغندي پرته له دې چې د اسرائیلو د دفاعي سیسټم له غبرګون سره مخ شي په خپلو اهدافو لګېدلي دي.