ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر ایران د امریکا د بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه؛ روسیې او چین غندلي دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ (یکشنبه) پر ایران د امریکا د بریدونو په تړاو درېیمه بیړنۍ غونډه کړې.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش پر ایران د امریکا برید خطرناک اقدام بللی او ژر تر ژره یې د جګړې د پای ته رسولو او د مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.

دغه راز روسیې او چین هم د امریکا بریدونه غندلي او سیمه کې یې د کړکېچ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د چین استازي ویلي، چې د امریکا کړنې او چلندونه د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د ایران د حاکمیت جدي نقض بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا بریدونه د اټومي وسلو د نه خپریدو نړیوال نظام ته یو لوی ګوزار دی.

د چین استازي ویلي، د شخړې ټول اړخونه، په ځانګړي ډول اسراییل باید سمدستي اوربند ته ورسېږي، څو د تاوتریخوالي له پراخېدو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې روسیې، چین او پاکستان د یوې پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې، چې بې قید او شرطه د سمدستي اوربند غوښتنه پکې شوې ده.

د روسیې استازي ویلي، چې مسکو د ایران پر ضد د امریکا خطرناک، پاروونکي او غیرمسولانه اقدامات په کلکه غندي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا وروستي ګامونه نه یوازې د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې نړیوال قوانین هم تر پښو لاندې کوي.

په ورته مهال د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومي مدیر رافائل ماریانو ګروسي ټینګار کړی، چې پر اټومي تاسیساتو باید بریدونه ونه شي.