ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان اسلامي تمدن فرهنګي مرکز کې به د افغانستان علمي اثار نندارې ته وړاندې شي

کابل کې د اوزبیکستان سفارت فرهنګي اتشې فرهاد توره بایف د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند عامه کتابتون څخه لیدنه کړې.

د ليدنې په پيل کې د عامه کتابتون ریيس حافظ نعمت الله منتظر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي: اوزبیکستان د لرغوني تاريخ لرونکی هېواد دی، په ۱۸۷۰ م کال کې د امير علي شېر نوايي په نوم جوړ شوی کتابتون يې د اسلامي نړۍ يو له پرمختللو کتابتونونو څخه دی، په یاد هېواد کې د اسلامي نړۍ ستر علماء کرام تېر شوي دي، چې اسلامي تمدن ته يې بې ساري خدمتونه کړي او ګټور علمي اثار يې پنځولي دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او اوزبیکستان ګڼ شمېر ديني او فرهنګي مشترکات لري، په وروستيو کې د یاد هېواد د رییس جمهور شوکت میرضیایف له لوري د عامه کتابتونونو په اړه ۱۲ ماده ايز فرمان صادرول د اوزبیکستان ملت ته د کتابتونونو د پراختیا په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده، چې له مخې به يې په ټول هېواد کې د عامه کتابتونونو شمېر ډېر شي.

ښاغلي منتظر ویلي، غواړو ستاسو په همکارۍ په عامه کتابتون کې د اوزبیکستان برخه نوره هم تقويه کړو او ياده برخه کې د یاد هېواد د علماوو بېلابېل اثار ولرو.

فرهاد توره بایف ویلي، د افغانستان او اوزبیکستان اړيکې په هر ډګر کې د پراختیا په حال کې دي، هڅه کوو چې له دې هېواد سره فرهنګي اړيکو ته نوره هم پراختیا ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې د اوزبیکستان د ریيس جمهور په نوښت د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز او نندارتون جوړېږي، چې د افغانستان د اثارو اېښودو لپاره پکې ځانګړې برخه ټاکل شوې ده.

ښاغلي بایف ویلي، د ریيس جمهور شوکت میرضیایف په ځانګړي لارښوونې سره د افغانستان برخې د تقويې لپاره ټینګار شوی دی، او ځينې کتابونه په نښه شوي دي، چې د یاد هېواد په استازولۍ په دغه فرهنګي مرکز او نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

په ورته مهال نوموړي د عامه کتابتون د ودې او پراختیا لپاره د هڅو کولو ژمنه کړې او د یاد کتابتون له بېلابېلو برخو څخه يې لیدنه کړې ده.

دغه‌راز د عامه کتابتون رییس د دې لیدنې په پای کې ښاغلي توره بایف ته د سراج الاخبار یوه ټولګه ډالۍ کړې ده.