ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک لومړی مرستیال: د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکز څخه زونونو ته وغځول شي

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه شوې.

په دې غونډه کې د صرافانو پر ستونزو، حل‌لارو، په زونونو کې د لیلام پروسې پیل، بولۍ او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

په یاده غونډه کې صدیق الله خالد د هېواد په اقتصادي رغښت کې د صرافانو پر رول خبرې کړي او د افغانستان بانک له اړخه یې صرافانو ته د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې غونډه کې یو بل مهم بحث د بولۍ د طرحې پلي کول و، چې د ښاغلي خالد په خبره دا طرحه د چارو د ښه تنظیم او میکانیزه کولو په موخه رامنځته شوې ده، تر څو بازار په ښه ډول کنترول او چارې اغیزناکې شي.

 نوموړي زیاته کړې، د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکز څخه زونونو ته وغځول شي، ترڅو د بازار د اړتیاوو اړوند، د اسعارو پر وېش، روڼتیا او موثریت باندې لا زیات تمرکز وشي.

همدارنګه په غونډه کې ګډونوالو صرافانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړي او د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي یې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې د ټولو زونونو استازو او  د افغانستان بانک د بېلابیلو امریتونو امرینو او مرستیالانو هم ګډون درلود.