ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت نږدې درې زره بهر مېشتو هېوادوالو ته د پېژندپاڼې غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست، کابل ښار کې د روان کال په غبرګولي میاشت کې دوه زره او ۷۱۹ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې د ۹۴۲ نویو کاغذي پېژندپاڼو ، ۷۶۲ مثنی پېژندپاڼو وېش او یو زر او ۱۵ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونو وړاندې‌کول شامل دي.
له بل لوري دې ریاست په یاده موده کې په کابل ښار کې ۷۸۷ هېوادوالو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۹۸۷ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او د دې تر څنګ ۱۰ زره او ۶۶۲ کسانو ته یې د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ، ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري او هېوادوالو ته د رڼو او چټکو خدمتونو وړاندې‌کولو ته ژمن دی.