د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر خپله ايکس پاڼه لیکلي: ایران څو ځلې څرګنده کړې ده، چې جګړه د اسرائیلو لهخوا پیل شوې، نه د ایران لهخوا.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د اوربند یا د پوځي عملیاتو د درولو په اړه هېڅ ډول “هوکړه” شتون نه لري، خو که د اسرائیلو رژیم خپل ناقانونه یرغل تر سبا سهار څلورو بجو (د تهران پر وخت) ودرول شي، نو ایران هم اراده نه لري چې له هغې وروسته خپلو غبرګونونو ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی: «زه د ټولو ایرانیانو په استازیتوب، د هېواد له هغو وسلهوالو ځواکونو مننه کوم، چې د خپلې خاورې یې تر وروستۍ سلګۍ دفاع کړې او د دښمن هر برید ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. »
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې د امریکا پر العدید نظامي اډې د ایران له برید څو ساعته وروسته ادعا کړې، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه شوې ده.

